ټاکل شوې نن سېشنبه د اګټوبر په ۱۲مه د نړۍ لوی اقتصادي قدرتونه يا G20 هېوادونه په افغانستان کې د موجوده بحران او دغه راز د راتلونکو نورو احتمالي بحرانونو د مخنيوي په موخه ځانګړې غونډه وکړي.
د اېټاليا لومړی وزير ماريو دراګي چې هېواد يې د يادې ناستې کوربهتوب کوي وايي، د جي شل هېوادونه به په افغانستان کې د بحران مخنيوي په موخه خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړې چې په ياده غونډه کې به اول پر بشري اړتيا ټينګار وشي؛ ځکه په خبره يې دا مهال افغانستان نړيوال ملاتړ له لاسه ورکړی او ښايي يو شمېر هېوادونه وضعيت ته په پام سره مرسته وکړي.
ماريو دراګي ټينګار کړی چې هېوادونه دې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له شرط پرته مرسته وکړي.
د نړي لوی اقتصادي قدرتونو يا جي شل سرمشريزه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایی ټولنې، بریتانیا، چین، جرمني، اندونیزیا، اېټالیا، فرانسې، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سوېلي کوریا، ترکیې، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو او سوېلي افریقاڅخه جوړه شوې ده.
ټاکل شوې دې ناستې ته د برېتانيا لومړی وزير بوريس جانسن هم د افغانستان وضعيت په اړه وينا وکړي. د هند لومړي وزير ندريندرا مودي هم څرګنده کړې چې په ياده ناسته کې په انلاين ډول ګډون کوي.
د جي شل هېوادونو پر ګډون سربېره دې غونډې ته د قطر، نړيوال بانک او د پیسو نړيوال وجهي صندوق استازي هم وربلل شوي دي.