له بمونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسې راپور خپور کړ چې په ۲۰۱۹ م کال کې د بمونو په چاودنو کې ۵۷۹ تنه وژل شوي او ۹۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاده موسسه ویلي چې د ماینونو په چادنو کې د قربانیانو ۸۴ سلنه يې نارینه او ۱۶ سلنه نور يې ښځینه دي.
دغې موسسې په دې راپور کې دا هم ویلي چې په قربانیانو کې ۵۲ سلنه يې ماشومان او ۴۸ سلنه يې پاخه سړیان دي.
له بمونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسې وايي چې لا هم ماینونه په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیاته مرګ ژوبله اړوي.
یاد بنسټ د جګړې له ښکیلو خواو څخه غوښتنه کوي چې د ملکیانو حقونو ته درناوی وکړي او د بمونو په چاودلو کې د عامو کسانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.