د اسیا کپ دویمه سیالۍ، چې د سریلانکا په پالي کیلي کې پرون د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه، سریلانکا لوبه وګټله.
د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه. بنګله دېش لوبډله په ۴۳ اورونو کې وسوځیده او یوازې ۱۶۴ منډې یې وکړې. د بنګله دېش لوبډلې لپاره نجم الحسین شانتو ۸۹ منډې او توحید هریدوی بیا ۲۰ منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو یې د پام وړ کارکردګي له ځانه څرګنده نه کړه.
د سریلانکا توپ اچونکیو ښکلې توپ اچونه وکړه. متیشا ۴ او مهیش بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.
د سریلانکا توپ وهونکیو ښکلې لوبه پیل کړه او هدف یې په ۳۹ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. چاریټ اسلانکا ۶۲ ناسوځیدلي منډې او سدیرا سماراویکراما بیا ۵۴ منډې وکړې.
د اسیا کپ له پېل وړاندې سریلانکا لوبډله د ګڼ شمېر لوبغاړو د ژوبلیدو له امله کمزورې ښکارېده، خو په خپل ځواکمن پیل سره داسې ښکاري، چې نورو لوبډلو لپاره به غټ سرخوږی جوړ کړي.
افغانستان له دواړو لوبډلو؛ بنګله دېش او سریلانکا سره د سپټمبر میاشتې په ۳ او ۵ لوبې لري، چې دواړه به د پاکستان، لاهور کې ترسره شي.