د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی وايي، له حکومت غواړي چې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې وګماري څو ناروغې ښځې ورته په ډاډه زړه معلومات ورکړي.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دا مني چې په دې ولایت کې یې د ښځینه ډاکترانو پر ځای نارینه ډاکتران ګمارلي دي.