ټاکل شوې، چې نن (دوشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د انلاین خوځښتونو یو شمېر غړي په خپل منځ کې د همغږۍ او د سرپرست حکومت پر وړاندې د خپلو دریځونو د نږدې کولو لپاره راغونډ شي.
په دغو کسانو کې د جمهوریت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر پخواني غړي، ډیپلوماتان، ژورنالېستان، پخواني چارواکي او سیاستوال شامل دي.
په دې غونډه کې، چې د اتریش د یوه څېړنیز انستیتیوت له لوري جوړیږي، د نورو ترڅنګ د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوه انلاین خوځښت مشر احمد مسعود هم ګډون کوي.
د دې پرلیکه جبهې د رسنیو د څانګې یوه غړي ویلي، جې د ویانا په غونډه کې به پر طالبانو د فشار راوړلو پر څرنګوالي او له اوسني بحرانه د افغانستان د ایستلو پر لارو چارو خبرې وشي.