Home » سیمه او نړی » پنټاګون: اوکراين له روسيې جګړه ګټلی شي

پنټاګون: اوکراين له روسيې جګړه ګټلی شي

د امريکا دفاع وزارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې په اوکراين کې د روسيې پر وړاندې روان مقاومت ته په پام سره، اوکراين له روسيې څخه اوسنۍ جګړه ګټلی شي.

روېټرز خبري اژانس د پنټاګون وياند جان کربي په حواله ويلي، په اوکراين کې د روسيې خلاف مقاومت پايلو ته په کتو سره، د نوموړي په ټکو پرته له شک چې اوکراين د جګړې ګټونکی دی.

له دې سره پرون چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) امريکا او لوېديځ متحدانو يې په تازه اقدام کې، پر روسيې نور اضافي اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

په دې بندوزونو کې امريکايي وګړي په روسيه کې له پانګونې منعه شوي او دغه راز له روسيې دباندې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر اړوند پانګونو هم بنديزونه لګول شوي دي.

سپينې ماڼۍ پرون په دې اړه ويلي، چې دا بنديزونه يې د روسيې له لوري په اوکراين کې د ملکي وګړو پر وړاندې د شوو ظلمونو په غبرګون کې لګولي دي.

خو روسيې بيا په اوکراين کې د ملکيانو وژل رد کړي او ادعا يې کړې چې په دې هېواد کې وژل شوي ملکيان د اوکرايني ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...