د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني.
د کربي په وینا روان وضعیت دا شک رابرسېره کوي چې ګواکي وسله ال طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.
جان کربي په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه ویلي چې په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تربلې پېچلی کېږي، نو دوی پر هغه جزیاتو کار کوي چې څنګه کولی شي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ځینو برخو د ساتلو لپاره خپل سرتېري ولري.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو امریکایي چارواکي ورباندې بحثونه کوي او د حل پیدا کولو په لټه کې دي.