د هند پریمیر لیګ کې د پنجاب کینګز لوبډلې وتوانیدله، څو راجستان رویال ته ماتې ورکړه. راجستان رویال لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
پنجاب کینګز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۷ منډې وکړې او سیالې لوبدلې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه. د بڼجاب لوبډلې لپاره د توپوهنې په برخه کې شیکر دهوان ۸۶ ناسوځیدلې منډې وکړې او د راجستان رویال لپاره د توپ اچونې په برخه کې جیسن هولډر د څلورو اورونو په ترسره کولو سره ۲۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
د لوبې په دویمه پاڼي کې راجستان رویال لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله او په بشپړ ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۲ منډې وکړې او ماتې یې ومنله.
د توپوهنې په برخه کې د پنجاب لوبډلې لپاره نتان ایلیس تر ټولو مخکښ وو او د ۴ اورونو په ترسره کولو سره یې د ۳۰ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شوو.