Home » ریپوټ » پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
پنجاب پاکستان
پاکستان کې سېلابونه

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، تند بادونو او تندر له امله د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) لږ تر لږه ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بیړني حالت ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند، فاروق احمد، ویلي دي چې دا مرګ ژوبله د کورونو د چتونو او دیوالونو د نړېدو، د اعلاناتي لوحو د راپرېوتو او برېښنايي سیستم د خرابۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په شاوخوا سیمو کې رامنځته شوې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، تر ټولو ستره پېښه د لاهور ښار په شریف‌پورې احمد ټاون سیمه کې شوې ده، چیرې چې یو نیم جوړ کور د بادونو او باران له امله راپرېوت.

خالد سیر

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

حماس وایي د اشغالګرو ټولې هڅې به له ماتې سره مخ شي

د حماس یو لوړپوړي غړي ...