Home » سیمه او نړی » پزشکیان: موږ د جګړې په لټه کې نه یو، اسراییل موږ ځواب ورکولو ته مجبوروي

پزشکیان: موږ د جګړې په لټه کې نه یو، اسراییل موږ ځواب ورکولو ته مجبوروي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) ویلي چې هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی، خو که اسراییل غچ اخیستونکي بریدونه وکړي، تهران به یې سخت ځواب ورکړي.

پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر «تیم بن حمد ال ثاني» سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي: “اسراییل داسې جنایتونه ترسره کړي چې په تاریخ کې یې هیچا نه دي کړي او موږ مجبور یو چې ځواب ورکړو. موږ به یو قوي ځواب ورکړو او دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوریت ورته ژمن دی.”

پزشکیان دا هم ویلي: “ایران د جګړې په لټه کې نه دی، بلکې دا اسراییل دی چې موږ دې ته اړ باسي چې غبرګون وښیو.”

بلخوا د ایران سپاه‌پاسدان اعلان کړی چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ یې د حماس د مشر، اسماعیل هنیه، د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د ایران د جنرال عباس نیلفروشان د وژلو په غچ کې توغندیز بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې د نړۍ ډېرو هېوادونو او ملګرو ملتونو له اسراییلو او ایران څخه غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...