Home » سیمه او نړی » پزشکیان: ایران به هېڅکله، فشار او د چا زور ته تسلیم نه شي

پزشکیان: ایران به هېڅکله، فشار او د چا زور ته تسلیم نه شي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پرون (دوشنبې، د زمري ۲۲مه) ناوخته ویلي چې هېواد یې د برید پر وړاندې د «ځواب ورکولو حق» لري.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د پزشکیان دا څرګندونې له هغې وروسته کړې چې د المان لومړي وزیر، اولاف شولتز له پزشکیان څخه د ټلیفوني اړیکه لارې په داسې حال کې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کموالي غوښتنه کړې، چې د ایران او د لبنان حزب الله د برید او د جګړې پراخوالي احتمال په سیمه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دواړو رهبرانو له ټلیفوني اړیکي وروسته د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا، د پزشکیان له قوله راپور ورکړي، چې ایران د ټولو هېوادونو له دې غوښتنو، چې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي، د هرکلي ترڅنګ ویلي چې هېڅکله به فشار، زور ویلو او تېري ته تسلیم نه شي، بلکې د نړیوالو موازینو له مخې تېري کوونکو ته ځواب ورکول خپل حق بولي.

د انګلیس لومړی وزیر، کی‌یر اسټارمر هم دوشنبې د ایران له ولسمشر څخه په یوه ټلیفوني اړیکه کې غوښتي چې پر اسراییلو برید ونه کړي.

د انګلیس د لومړي وزیر د دفتر ویاند ویلي چې سټارمر د سیمې د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی او له ټولو غواړي چې جوړجاړی وکړي او د جګړو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران لخوا پر اسراییلو د احتمالي برید د اندېښنو له زیاتوالي، د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند، جان کربي هم دوشنبې خبرداری ورکړی چې اسراییل او متحدین یې باید په راتلونکې اوونۍ کې د ایران لخوا د پام وړ بریدونو ته چمتو وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...