نن سهار (شنبه د لیندۍ ۱ ) کابل ښار د توغندیزو بریدنو لاندې راغی، د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق ارین وايي د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو باندې د ۱۴ توغندي لیګیدو په پیښه کې ۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلي ارین وویل یاد توغندي له دوو جلا ( څلورمه امنیتي حوزې او ولسمه امنیتي حوزې) له سیمو څخه توغول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه یاد توغندي په لسمه امنیتي حوزه، د چهار قعله برښنا برج، د طاهري په کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ترڅنګ، ګل سرخ څلوري، په صدارت څلور لاري، پل باغ عمومي، سپین زر جاده، د ملي ارشیف ترڅنګ، لیسې مریم په مربوطاتو کې او په ۵۰۰ فامیلي باندې لګیدلي دي.
په همدې حال کې روغتیا وزارت رویداد نیوز ته وویل تر دې مهاله اړوندو روغتونونو ته ۵ تنه مړي او ۲۱ تنه نور ټپیان استول شوي دي.
بل لور ته د اولسمې ناحیې اوسیدونکي ریداد نیوز سره په خبرو کې وویل چې په یو کور د توغندي لګیدو له امله د یوه کورنۍ ۴ غړي وژل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یادو توغندیزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.