د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې پر پولنډ د روسيې ځواکونو له لوري د توغول شوو توغنديو د لګېدو قضيې د ټولو ابعادو څېړلو په موخه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
ټاکل شوې چې دا غونډه نن په بروکسېل کې دايېره شي. پرون د پولنډ په ختيځ کې پر يوه کلي د روسي ځواکونو له لوري دوه توغول شوي توغندي لګېدلي چې په پايله کې دوه کسان وژل شوي دي.
روېټرز خبري اژانس ته دوو اروپايي ډيپلوماټانو ويلي، توغنديو دا لګېدل د ناټو تړون د مادو خلاف عمل دی او په اړه يې د څېړنو لپاره کوټلي ګامونه بايد پورته شي.
د يادو ډيپلوماټان په خبره، د ناټو تړون ۴مه ماده حکم کوي، چې د غړي هېواد ځمکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي امنيت له خطر سره مخ شي نو کولی شي چې په اړه يې اندېښنې د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره شريکې کړي.
د پولنډ ملي امنيت شورا رئيس ياڅک سيويرا رسنيو ته ويلي، چې د پولنډ حکومت د ناټو د تړون له همدې مادې سره سم عمل کوي او په اړه يې له خپلو متحدانو سره په اړيکه کې دی.
پرون د پولنډ پر خاوره د دوو توغنديو له لګېدو سره سم، د ناټو غړيو هېودونو د مشرانو ترمنځ اړيکې او تماسونه زيات شوي دي.