Home » افغانستان » “پر ټلوېزيونو د راښکاره کېدونکو ښځينه وياندويانو مخ پټول حتمي دي”

“پر ټلوېزيونو د راښکاره کېدونکو ښځينه وياندويانو مخ پټول حتمي دي”

په افغانستان کې پر نجونو او ميرمنو سربېره پر رسنيو د محدوديتونو لګېدو په ترڅ کې، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د تلوېزيونونو په پرده راښکاره کېدونکې ښځينه وياندويانې دې هم مخ د ماسک په کارولو سره وپوښي.

په دې اړه له غبرګونو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د امري بامعروف او نهي عن‌المنکر وزارت دغه پرېکړه بېرته اخيستې؛ خو نوموړي وزارت په يوه تازه بيان کې دا موضوع رد کړې ده.

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وياند عاکېف مهاجر ويلي، حکومت په دې برخه کې له کړې پرېکړې نه دی په شا شوی او په خبره يې د يادې پرېکړې عملي کول الزامي دي.

نوموړي زياته کړې، چې سر له نن شنبې د (غويي ۳۱مې) د ټلوېزيونونو په پرده راښکاره کېدونکې وياندويانې بايد له پرېکړې سره سم عمل وکړي او خپل مخونه د ماسک په کارولو سره وپوښي.

د اسلامي امارت دا پرېکړه له توندو غبرګونو سره مخ ده او له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې پر ولس د فشار راوړلو پر ځای دې، د ولس پر مړولو تمرکز وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...