په کابل کې د روسيې پر سفارت د داعش ډلې له ځانمرګي بريد وروسته، روسيې افغانانو ته د وېزو ورکړه او په کابل کې د سفارت کونسلي خدمتونه وځنډول.
دې سفارت پرون د (وږي په ۱۴مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د لنډمهال لپاره يې په کابل کې د وېزو د صدور پروسه د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي بريد له امله، چې ۲ روسي ډيپلوماټان او ۴ افغانان په کې ووژل شول وځنډوله.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې دا ډيپلوماټان هغه مهال ووژل شول، چې د وېزې اخيستونکو افغانانو نومونه يې د لېسټ له مخې د سفارت په دروازه کې اخيستل.
د ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پيسکوف په دې اړه خبرو کې ياد بريد ترهګريز بللی او ويلي يې دي، چې د دې بريد په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
له دې ځانمرګي بريد وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د روسيې له بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف سره پر ټليفون غږېدلی او ډاډ يې ورکړی، چې په کابل کې د روسيې سفارت د امنيت ټينګښت لپاره يې هڅې ډېرې کړي دي.