په ټولنيزو رسنيو کې له پراخ غبرګون وروسته د جمعيت منظور الاسلام مدرسې پر مفتي عزيز الرحمن د جنسي تېري قضيه نن پنجشنبه د (غبرګولي په ۲۷مه) په لاهور کې ثبت شوه.
هغه وېډيو چې په وروستيو ورځو کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو له لوري لاس په لاس کېږي ښيي، چې مفتي عزيز الرحمن په مدرسه کې پر خپل يوه زدهکوونکي د جنسي تيري په حال کې دی.
زدهکوونکي د قضيې ثبتولو پر مهال ادعا کړې چې مفتي عزيز الرحمن دی او يو بل زدهکوونکی د نقل کولو په تور ازمويينې ته نه پرېښوول او د ازمويينې ورکولو په مقابل کې يې پر جنسي اړيکه مجبور کړ.
د زدهکوونکي په خبره په دې اړه يې هغه مهال د مدرسې مسوولانو ته هم شکايت کړی و، خو دوی يې پر خبره باور ونه وکړ.
نوموړی دغه راز زياته کړې چې په ټولنيزو رسنيو کې د وېډيو له خپرېدو وروسته په خپله مفتي عزيز الرحمن او د هغه زامنو ګواښلی چې د قضيې په تړاو چوپ پاتې شي.
له دې وړاندې مفتي عزيز الرحمن په ټولنيزو رسنيو کې د خپلې خپرې شوې وېډيو په اړه ويلي و چې نوموړي ته د هغه زدهکوونکي له لوري نشه وکړل شوې، کوم چې په وېډيو کې ورسره ښکاري.
خو په ياده وېډيو کې داسې نه ښکاري چې مفتي عزيز الرحمن ته دې نشه ورکړل شوي وي.