ملګري ملتونه وایي، د اسراییلو له خوا پر رفح ښار د بریدونو له امله څه باندې ۸۰۰ زره فلسطینیان د غزې له جنوب څخه وتلو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه د مرستې رسونې د سازمان مشر، فلیپ لازاریني د بې ځایه شویو فلسطینیانو (اونروا) ته ویلي دي چې دا بې ځایه شوي هڅه کوي چې امن ځایونو ته ځان ورسوي.
تېره شنبه ورځ پر غزې د اسراییلو لخوا د بریدونو په غبرګون کې د لندن په پلازمینه انګلستان کې زرګونو کسانو لاریون کړی دی.
د ویلو ده چې له نړیوالو مخالفتونو سره سره بیا هم اسراییل پر رفح ښار بریدونه پیل کړي دي.
بلخوا په زرګونو کسان د فلسطین په بېلابېلو برخو کې راټول شوي او د اسیرانو د مبادلې توافق د لاسلیک او د ژر ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه یې کړې ده.
په ورته وخت کې زیات شمېر اسراییلیانو بیا د اسراییلو د صدر اعظم، بنیامین نتانیاهو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ د اکټوبر د ۷مې نېټې له پیله تر اوسه له ۳۵ زره ۳۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.