Home » سیمه او نړی » پر رفح د اسراییلو بریدونه؛ په تېرو لسو ورځو کې ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي

پر رفح د اسراییلو بریدونه؛ په تېرو لسو ورځو کې ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون څه کم ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې دوه زره ۱۴۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت زیاتوي چې په دې اساس پر غزې د اسراییلو لخوا د بریدونو په ترڅ کې ۳۷ زره او ۲۳۲ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې جګړې په غزه کې زرګونه ماشومان له لوږې او مړينې سره مخ کړي دي.

له بلې خوا یو شمېر امریکایي سناتورانو اسراییل په غزې کې د ماشومانو په لوږه تورن کړی دی.

د دې سناتورانو له ډلې څخه یو کس «برني سندرز» په دې اړه ویلي چې په ستونزمنو حالاتو او لوږې سره د غزې د خلکو مخ کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسراییل د غزې خلک له قحطۍ سره مخ کوي او له دې حالت څخه د جنګي سلاح په توګه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند او جګړې د پایته رسولو هڅې لا بې پایلې دي. له نړیوالو مخالفتونو او نیوکو سره سره بیا هم اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...