د عزيز الرحمن په نوم هغه مفتي چې څو ورځې وړاندې يې پر خپل زدهکوونکي د جنسي تيري وېډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته او پورته کېده، د پوليسو له لوري ونيول شو.
د پاکستان پوليسو خبر ورکړی چې نوموړی يې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) له څو ځله هڅو وروسته نيولی دی.
پر مفتي عزيز الرحمن وروسته له هغې د جنسي تيري قضيه ثبت شوه، چې د جنسي تيري قرباني زدهکوونکي په ټولنيزو رسنيو کې د وېډيو لاس په لاس کېدو له امله د جوړ شوي غالمغال په نتيجه کې پوليسو ته مراجعه وکړه.
د راپورونو له مخې مفتي عزيز الرحمن چې د لاهور لپاره د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علما اسلام ګوند ايالتي مرستيال هم دی، خپل هغه زدهکوونکی چې تېری يې پرې کړی، ګواښلی چې د يادې قضيې په اړه خوله چوپه ونيسي.
پوليسو دغه راز ويلي چې د څېړنو په موخه يې د نوموړي دوه زامن هم نيولي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وېډيو ښيي چې مفتي عزيز الرحمن پر خپل يوه زدهکوونکي د جنسي په حال کې دی. خو نوموړي هغه مهال ويلي و چې د نشهيي توکو په وسيله بې سده کړل شوی و او پر ځان نه پوهېده چې ورسره روان دي.