په خيبر پښتونخوا کې مشهور مفتي سردار علي حقاني چې د خپلو بيانونو پرمهال د “توجو” کليمي کارونې له امله خورا مشهور شوی و، په يوه ټرافيکي پېښه کې مړی شوی.
نوموړی پرون شنبه د (غويي په ۱۷مه) دره ادم خېل ته په يوه غونډه کې د ګډون په موخه تللی و او له هغه ځايه شپې مهال په بېرته راستنېدو کې يې پېښور ته پر لار موټر ټکر شوی.
نوموړی لومړی په دې ترافيکي پېښه کې ټپي او بيا يې په روغتون کې ساه ورکړې. له سردار علي حقاني سره په موټر کې د نوموړي ځيني نور ملګري هم موجود وو چې د پېښې له امله ټپيان شوي دي.
ټاکل شوې چې د مفتي حقاني جنازه نن د خيبر پښتونخوا په نوښار کې وشي او ههمالته به خاورو ته هم وسپارل شي.
مفتي سردار د سپينو ويناوو او د توجو کليمې د کارونې له امله په خواله رسنيو کې ډېر مشهور و او د پښتونخوا په شمول په افغانستان کې هم د بيانون ځانګړي مينهوال لري.