Home » سیمه او نړی » پر اوکراین د روسیې د تازه بریدونو په پایله کې ۵۰ کسان وژل شوي

پر اوکراین د روسیې د تازه بریدونو په پایله کې ۵۰ کسان وژل شوي

په اوکراین کې د روسیې په تازه هوايي او راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د دغه هېواد په مرکز پولتاوا ښار کې شوي دي.

پولتاوا ښار د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه ۳۰۰ کیلومتره لرې پروت دی او دا برید پر دغه ښار د روسیې تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپل ټلګرام کې لیکلي چې دا برید پر ملکي ځایونو شوی او روسیه به یې تاوان ورکړي. روسي چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له برید دوه کاله تېر شوي او د اوربند او سولې د خبرو د پیلېدو او له نړیوالو هڅو سره سره لا هم د دغو شخړو د پای ته رسېدو کومه ښکاره نښه نه لیدل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...