سرپرست حکومت خبر ورکړی چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د (چنګاښ په ۲۵مه) د کندوز په امام صېب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر يوه مرکز عمليات کړي.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد نن يکشنبه په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې د يادو علماتو په لړ کې د داعش ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور هغه يې ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې د داعش ډلې دې غړو موده وړاندې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان په شوو توغنديزو بريدونو کې هم لاس درلود.
ازبکستان په متواتره توګه ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې پرې توغنديز بريدونه شوي، خو وروستی بريد چې له هرات څخه د ازبکستان ترمز ښار په نښه شوی و، د افغانستان سرپرست حکومت هم تائيد کړ.
حکومت د دې ډول بريدونو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابولو هڅه بللې وه او ژمنه يې کړې وه، چې پر ترمز د شوي توغنديز بريد عاملان به نيسي.