Home » افغانستان » پروسږ کال په غزني کې څه باندې ۳۰ زره پاسپوتونه ووېشل شول

پروسږ کال په غزني کې څه باندې ۳۰ زره پاسپوتونه ووېشل شول

په غزني کې د ا.ا د پاسپورت ادارې مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عوایدو په لرلو سره ۳۲ زره ۲۰۵ جلده پاسپورتونه وېشل شوي دي.

د غزني د پاسپورت ادارې مسوولینو ویلي چې پروسږ کال په یاد ولایت کې د پاسپورت ادارې ۳۲ زره او ۲۰۵ پاسپوتونه وېشلي او له دې لارې د ا.ا خزانې ته ۱۷۴ میلیونه افغانۍ سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری هېوادوال د پاسپورت غوښتونکي دي.

څه موده وړاندې د پاسپورت ریاست اعلان کړی و چې ټاکل شوې په کابل کې د پاسپورت د وېش څلور نوي مرکزونه جوړ شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...