د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې له ترسره کېدو هرکلی کړی او دا جرګه يې په افغانستان او سيمه کې د ستونزو د هواري لپاره نېک او اغېزناک ګام بللی دی.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې نن سېشنبه د (کب په ۲۴مه) د پښتون قومي جرګې له پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی. کرزي زياته کړې چې په ياده جرګه د ښځو پراخ گډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنگي چارو کې د ښځو حقونو د تامین لپاره د جرگې سپارښتنې د ستايلو وړ دي.
د پښتون قومي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په نوښت د روانې مارچ په ۱۱مه رابلل شوې وه او څلور ورځې يې دوام وکړ.
په دې جرګې کې د خيبر پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا پر ملتپاله ګوندونو او جريانونو سربېره، د قبايلي سيمو زرګونه ملتپاله ځوانانو او ښځو هم ګډون درلود.