Home » افغانستان » پخواني ولسمشر حامد کرزي له مارکس پوتزل سره کتلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له مارکس پوتزل سره کتلي

د هېواد پخواني  ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دوی له یو بل سره د “عامو خلکو د ژوند پر څرنګوالي او د مرستو د دوام پر اړتیا” په ګډون د اوسني وضعیت په اړه خبرې  کړې دي.

په دې غونډه کې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو، کار ته د ښځو پر راستنېدو او په هېواد کې د ملي تفکر پر پیل ټینګار وشو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...