Home » افغانستان » پاکستان یو ځل بیا تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ وتړله

پاکستان یو ځل بیا تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ وتړله

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ویلي چې دا لاره پرون دوشنبې (د وري ۲۷مه) تړل شوې او لامل يې نه دی روښانه شوی.

دې ریاست له وېزې نه لرونکو ناروغانو غوښتي چې د لارې تر خلاصېدو پورې په تمه شي.

پاکستان په کب میاشت کې هم تورخم دروازه بې‌ پاسپورټ او ویزې ناروغانو پر مخ وتړله، خو څو ورځې وروسته یې د سرطان ناروغانو ته د ننوتو اجازه ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې پخوا پاکستان ناروغانو ته له پاسپورټ او ويزې پرته د ننوتو اجازه ورکوله، خو د نویو مقرراتو له مخې د ناروغانو په ګډون افغان اتباع باید پاکستان ته د تګ لپاره پاسپورت او ویزې ولري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...