د پاکستاني راپورونو له مخې د یاد هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې نامعلومو وسلوالو یو خبریال وژلی دی.
پاکستاني پولیس رسنیو ته ویلي خبریال قیس جاوید په دیره اسماعیل خان ښار کې د وسلوالو موخه ګرځیدلې.
د دېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پیښې په اړه يې څیړنې پیل کړي دي.
خبریال قیس جاوید له څو کلونو راهیسې د (عهدنامه) په نوم یو چینل سره کار کاوه او تر دې وړاندې په جیو نیوز کې خبریال و.
د وژل شوي خبریال قیس جاوید کورنۍ وايي دی له هیچا سره کومه دښمني نه لرله.
راپورونه وايي پاکستان هېواد د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو بلل کېږي.