Home » سپورټ » پاکستان کې یوې جوړې د کرکټ په لوبغالي کې واده وکړ

پاکستان کې یوې جوړې د کرکټ په لوبغالي کې واده وکړ

د پاکستان او وېسټ انډیز ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه په ملتان لوبغالي کې روانه ده چې د لوبې په جریان کې یوه نادره پېښه ولیدل شوه.

په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې یوه جوړه د واده مراسم ترسره کوي.

د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د کرېکټ په میدان کې د واده مراسم ترسره کېږي.

د واده ګډونوال وایي، خوښ دي چې هم د کرېکټ سیالي ګوري او هم د واده له جشن څخه خوند اخلي.

د وېسټ انډیز لوبډلې په دواړو پاڼو کې د ۴۰۷ منډو هدف ټاکلی او اوس د پاکستان لوبډه خپله دوېمې پاڼۍ ته دوام ورکوي.

د پاکستان لوبډلې ټولې ۱۹۷منډې کړې دي او دوه مهم لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې په کرېکټ کې تر دې وړاندې د کوژدې او مینې وړاندیزونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د واده مراسم په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.پاکستانۍ لوبډله به د اتو لوبغاړو په لرلو سره ۲۱۲منډې پوره کوي تر څو بریا خپله کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...