Home » سیمه او نړی » پاکستان کې په دوو پیښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
عکس - آرشیف

پاکستان کې په دوو پیښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د پولیسو سیمه‌ییز مشر اشفاق خان ویلي، چې څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې په لاره کې یو ښخ شوی ماین وچاودېد.

دغه پولیس سیمې ته د دې لپاره تلل چې هلته د پولیسو پر یوه ماموریت د وسله‌والو د برید په وړاندې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي. د پولیسو پر ماموریت په دغه برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو د دواړو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک وروسته له هغې په پاکستان کې حملې زیاتې کړي چې، د نومبر په میاشت کې یې د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...