Home » سیمه او نړی » پاکستان کې په دریو جلا پېښو کې نږدې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

پاکستان کې په دریو جلا پېښو کې نږدې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د دریو جلا پېښو له امله نږدې ۶۰ کسان مړه او څه باندې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن (سه شنبې، وږي ۶مه) راپور ورکړی، چې ناپېژنده وسلوالو کسانو د بلوچستان ایالت په موسی‌خېل سیمه کې له مسافر وړونکي موټر څخه مسافر ښکته کړي او د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې ویشتلي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د پنجاب ایالت ۲۳ اوسېدونکي وژل شوي، د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ په بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې دوه مسافر وړونکي ملي بسونه یوې درې ته لوېدلي چې له امله یې ۳۵کسان مړه او نږدې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...