د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې له څو ورځو بې درکۍ وروسته، د يوې ۷ کلنې ماشومې مړی له ډيران څخه ترلاسه شوی دی.
د هغې مړی پرون جمعه د کراچۍ په لانډهي سيمه کې يوې نوې جوړېدونکې ودانۍ ته څېرمه په خارو او ښځلو کې موندل شوی دی. د ماشومې پلار مقبول نومېږي او له رسنيو سره يې په خبرو کې ويلي، چې لور يې درې ورځې وړاندې بې درکه شوې وه او د پيدا کولو په موخه يې پلټونو هېڅ نتيجه ور نه کړه.
د يادې ماشومې جسد د کراچۍ جناح روغتون ته د عدلي څېړنو په موخه لېږدول شوی او پوليسو په ډاګه کړې، چې د لومړنيو څېړنو له مخې پر ماشومې جنسي تېری شوی او له هغې وروسته وژل شوې ده.
پوليسو ډاډ ورکړی چې پر يادې ماشومې جنسي تېري کوونکي او د هغې قاتلان به نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري. تر اوسه د دې قضيې په تړاو د پوليسو له لوري هېڅوک نه دي نيول شوي.
له دې پېښې وړاندې په کراچۍ کې پر يوه ماشوم هم جنسي تېری شوی و او تېري کوونکي له نيول کېدو وروسته نوموړي ته د محکمې له لوري د ۱۴ کلونو د بند سزا اورول شوې ده.
په پاکستان پر ماشومانو او پر ښځو په زور د جنسي تېري ګراف د تېرو څو کلنو په پرتله خورا لوړ شوی او ډېر کله د دې هېواد وګړي د جنسي تېريو پر ضد اعتراضونه هم کوي او له حکومت يې د مخنيوي غوښتنه کوي؛ خو حکومت تر اوسه د يادو تېريو پر کابو کولو نه دی توانېدلی.