Home » افغانستان » پاکستان کې پر یوه ښوونځي کې د وسله وال برید پرمهال دوه افغانان ټپیان شوي

پاکستان کې پر یوه ښوونځي کې د وسله وال برید پرمهال دوه افغانان ټپیان شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د پنجاب په راولپنډۍ کې په يوه ښوونځي کې د وسله‌وال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي دي.

د رسینو د معلوماتو له مخې دا برید پرون ( دوشنبې، د لړم ۲۱مه)هغه مهال شوې، چې د وسله والو یوه ډله د ښوونځي ودانۍ ته داخل شوه او هلته پر موجوده افغان وګړو ډزې وکړې.

بلخوا د پېښې عینې شاهدانو ویلي چې دغه برید په رڼا ورځ ترسره شوی او له برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.

د یاد برید د ترسره کېدو له په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي خو تراوسه یې څوک په تړاو نه دي نیول شوي.
تر اوسه د دې برید انګېزه څرګنده نه‌‌ده او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې عام وګړي یې د مخنیوي په برخه کې د پاکستان حکومت پاتې بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...