د پاکستان سند ايالت په کراچۍ کې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) د چينايي وګړو پر يوه روغتيايي کلينيک وسلهوال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې يو چينايي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، وسلهوال بريدګر لومړۍ د ناروغ په بڼه د چينايانو د غاښو دې کلينيک ته دننه شوی او بيا يې د ياد کلينيک پر چنايي کارکوونکو ډزې کړي دي.
د راپور له مخې، د ډزو په پايله کې ۲۵ کلن رونېل ډي رېمنډ چاو وژل شوی او ۷۴ کلن رېجرد او ۷۲ کلنه مارګرېټ پيان شوي دي.
له دې وړاندې هم په کراچۍ کې چينايي وګړي په نښه شوي دي. په وروستۍ پېښه کې د کراچۍ په پوهنتون کې پر چينايي وګړو د ځانمرګي بريد له امله رامنځته شوې وه، ۳ چينايي استاذان وژل شوي وو.
د دې تازه بريد مسووليت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخيستی؛ خو د کراچۍ پر پوهنتون د ځانمرګي بريد مسووليت د بلوڅ بېلتونپالې ډلې منلی و.