Home » سیمه او نړی » پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

په پاکستان کې د ساحل په نوم د ماشومانو د حقونو برخې فعال يوه غير دولتي بنسټ په خپل تازه راپو کې، پر ماشومانو د جنسي تېري د پېښو ګراف د لوړېدو خبر ورکړی.

په راپور کې ويل شوي، چې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې ټول‌تال پر ماشومانو د جنسي تېري ۳۸۵۲ پېښې ثبت شوي، چې د نوموړي بنسټ په خبره دغه اندازه د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

په راپور ويل شوي، چې د ټولو پېښو له ډلې د ۲۰۶۸ هغو نجوني او د پاتې ۱۷۸۴ پېښو بيا هلکان قرباني شوي دي. د ساحل په راپور کې زياته شوې، تر ټولو بوږنوونکې دا ده چې پر ماشومانو د جنسي تېري په ۹۲ پېښو کې ماشومان له تېري وروسته وژل شوي دي.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري د ثبت شوو پېښو شمېر د نورو ايالتونو په پرتله، تر ډېره پر پنجاب ايالت پورې اړوند دي. د راپور له مخې د پنجاب ايالت له نورو ولسواليو پرته يوازې په قصور ولسوالۍ کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۲۹۸ پېښې ثبت شوي.

په وروستيو کلونو کې پاکستان پر نجونو او ماشومانو د جنسي تېريو له امله د ناسم وضعيت لرونکو هېوادونو په ډله کې دی. د بشري حقونو فعالان له کلونو راهيسې د جنسي تېريو د مخنيوي په موخه په پاکستان کې لاريونونه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...