پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ملي ګوند یو ځایي مشر عبدالغفار بلوچ د پنجګور په ښار کې د ناپيژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکو زیاته کړې چې یاده پېښه د پنجګور ښار اړوند«چتکان»سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځایي پولیسو د مالوماتو له مخې عبدالغفار بلوچ کور ته پرلاره و، چې وسله والو پرې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی خو بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
پولیسو زیاته کړې چې د دغه هېواد د ملي ګوند د نوموړي ځایي مشر مړی یې عدلي څېړنو لپاره د سیمې روغتون ته لېږدولی او له څېړنو وروسته د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په مرکز او بېلابېلو ښارونو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.