په پاکستان کې د څه باندې اته سوه افغان کډوالو له نیولو وروسته د دې هېواد د مرستیال کمشینر دفتر ویلي: “یوازې هغه بهرني اتباع له پاکستان څخه وباسي چې په دې هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.”
دې دفتر سه شنبې د مرغومي ۱۸مه په یو بیان کې د افغان کډوالو په اړه وویل: “هغه افغانان چې « پي او ار» او «ای سي سي» کارتونه، ویزې او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي له پاکستان څخه نه وباسي.”
په یاد بیان کې راغلي، چې د اسلام اباد ملکي ادارې د کډوالو ټولو حقونو ته ژمنې دي.
بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پاکستان هغه افغان ګډوال نیسي او ځوروي چې قانوني اسناد لري.
د ویلو ده چې په پاکستان مېشت افغان کډوال هم د پاکستاني امنیتي ځواکونونو له خوا ځورونې او نیونې تاییدوي او وايي چې په ستونزمن حالت کې ژوند کوي.