Home » سیمه او نړی » پاکستان کې لاریونونه؛ محکمې نوې پریکړه وکړه

پاکستان کې لاریونونه؛ محکمې نوې پریکړه وکړه

محکمې د عمران خان مېرمنې، وکیل او ډاکټر ته اجازه ورکړې چې له خان سره وویني.

د محکمې قاضي محمد بشير د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي، د نوموړي وکيل خواجه حارث او د هغه د روغتیا پالې ډلې مشر ډاکټر فيصل ته اجازه ورکړې چې له عمران خان سره وګوري.

محکمې په خپل حکم کې ویلي، چې بشرا بي بي په ټیلیفون هم ورسره خبرې کولای شي.

همدارنګه یاد حکم کې راغلي، چې د عمران خان مېرمن او د کورنۍ نور غړي یې له عمران خان سره د زندان پر مهال لیدلی شي.

محکمې دا لارښونه هم کړې، چې ډاکټر فیصل دې د هغه روغتیايي ټیم غړی شي، چې د عمران خان د نظربندۍ پر مهال د نوموړي روغتیايي معاینات کوي.

په همدې حال کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له نیول کېدو راهیسې په ټول هېواد کې له۱۹۰۰ډېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

د دوی له ډلې تر ټولو زيات کسان په پنجاب ایالت کې نيول شوي.١٨٠ کسان په اسلام اباد کې نیول شوي. ۸۰ کسان په خیبر پښتونخوا کې نیول شوي او له ټول ټال ۱۹۰۰ کسانو څخه ۱۶۵۰ تنه یې یوازې په پنجاب کې نیول شوي دي.

د پي ټي ای له خوا په پلازمېنه اسلام اباد، خيبر پښتونخوا او پنجاب کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...