په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو د راتلو له کبله لږ تر لږه دیارلس کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د مسوولینو په حواله ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په خیبرپښتونخوا کې نهه کسان مړه شوي او همداراز ۸۰ کورونه نړېدلي دي او په چترال کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.