Home » سیمه او نړی » پاکستان کې سېلابونو مالي زیانونو سربېره ۱۴ کسان مړه کړي

پاکستان کې سېلابونو مالي زیانونو سربېره ۱۴ کسان مړه کړي

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جمعې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د نیلم سیمې امنیتي چارواکو ویلي چې نهه سیلانیان په کشمیر کې په سیند کې غورځېدلي او تري تم دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا کسان مړه شوي خو هویت لا څرګند نه دی.

دغه راز څلور تنه نور د بلوچستان په ایالت کې د بارنونو له کبله په یو لړ پېښو کې مړه شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د طبیعي پېښو سره د مبارزې له مسوولینو څخه غوښتي چې د خلکو مصونیت ته پام وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...