ټاکل شوې چې په راتلونکي نومبر مياشت کې د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده پای ته ورسېږي او له همدې کبله حکومت مسوول دی، چې د پوځ د لوی درستز څوکۍ ته د جنرالانو له منځه يو غوره کړي.
خو دغه بحث دامهال په پاکستان کې د حکومت او نورو سياسي ګوندونو ترمنځ پر ګرمه موضوع بدله شوې ده. د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ اېتلافي حکومت په دې اړه له هغو کوندونو سره په سلا مشورو بوخت دی، چې د حکومت په اېتلاف کې شامل دي.

د حکومت ونډوال ګوندونه وايي، له قانوني پلوه حکومت حق لري څو د پوځ لوی درستز غوره او په ټاکلې نېټه يې دندې ته معرفي کړي.
د پاکستاني رسنيو د خپرو شوو راپورنو له مخې، د مسليم ليګن ګوند مشر نواز شريف او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري چې د پاکستان د اوسني حکومت لوی شريکان دي، پر دې لګيا دي چې د جنرال باجوه پر ځای پوځ ته په راتلونکي نومبر کې نوی لوی درستز ور معرفي کړي.

خو مخکيني لومړي وزیر عمران خان چې د حکومت له سرسختو سياسي مخالفانو دی وړانديز کړی، چې د لوی درستز ټاکل دې د ټاکنو له ترسره کېد وروسته د نوي حکومت تر جوړولو وځنډول شي.
نوموړي په دې وړانديز سره يو ډول موافقه کړې، چې د لوی درستز په توګه دې د جنرال باجوه کاري موده تر يوې لنډې مودې نور هم تمديد شي.

عمران خان نواز شريف او اصف علي زرداري تورن کړي، چې د پوځ لوی درستز څوکۍ لپاره د يوه داسې کس په لټه کې دي، څو د دوی ګټي خوندي کړي. نوموړي زياته کړې، پوځ بايد له سياسي مسايل لرې وساتل شي؛ خو په خبره يې شريف او زرداري دا مسئله په لوی لاس سياسي کوي.
خو د پاکستان اوسني حکومت دفاع وزير خواجه اصف بيا د عمران خان دا وړانديز رد کړی او ويلي يې دي، چې له واک څخه د عمران خان لرې کيدل د نوموړي سياسي ماتې په مانا ده او نه شي کولی، د پوځ مشرۍ په اړه چې يو حساس بحث دی وړانديز مطرح کړي.

له دې سره د پاکستان جمعيت اسلامي ګوند مشر سراجالحق بيا ويلي، چې د شوي ايتلاف له مخې د لومړي وزير شهباز شريف اختياري واکونه بايد سلب شي او په خبره يې د پوځ د لوی درستز د ګمارلو په اړه د پرېکړه واک دې قاضيالقضات ته ورکړل شي.
نوموړي ټينګار کړی، چې پوځ بايد له سياسي کيدو لرې وساتل شي او ښه ده چې د ناندريو د حل په موخه يې د لوی درستز د ګمارنې پرېکړه هم قاضيالقضات وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستز څوکۍ په دې هېواد کې يوه له کليدي څوکيو ده؛ ځکه پوځ ظاهرا ځان غير سياسي ښيي، خو واقعيت کې د پاکستان د کورني او بهري سياست د مديريت کولو يو عمده ادرس دی.