Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د پوځ او حکومت ترمنځ د ISI مشر ټاکلو پر سر د ناندريو دوام

پاکستان کې د پوځ او حکومت ترمنځ د ISI مشر ټاکلو پر سر د ناندريو دوام

وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ نديم احمد انجم د دغه هېواد د استخباراتي ادارې يا ISI د مشر او دغه راز يې د يادې ادارې مخکينی رئيس فېض حميد د پېښور قول اردو قومندان په توګه اعلان کړل، ورسره سم ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د درز رامنځته کېدو راپورونه خپاره شول.

که څه هم له يادو بدلونو لس ورځې تېرېږي، خو تر اوسه لومړي وزير عمران خان د استخباراتي ادارې د رئيس په توګه د نديج احمد انجم د ګمارنې حکم نه دی لاسليک کړی.

د راپورونو له مخې، عمران د افغانستان وروستيو تحوولاتو له امله تر يوې مودې د استخباراتو د مشر په توګه د فېض حميد له پاتې کېدو سره موافق و، خو د پاکستان پوځ بيا د خپل ليد لوري پر بنست ياده پرېکړه پرته له دې چې د عمران خان موافقه په کې ترلاسه شي کړې ده.

اوس د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد خبر ورکړی عمران خان او د پوځ لوی درستز قمر جاوېد باجوه په خپلو کې د ISI  د مشر ټاکلو په اړه سلا شوي چې اړه به يې نن شنبه د (تلې په ۲۴مه) او يا هم تر راتلونکې دوشنبې رسمي اعلاميه خپره شي.

نوموړي ويلي چې په ياده برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ فوق‌العاده پرمختګ شوی او خبره يوازې د استخباراتي ادارې د رئيس اعلانولو په اړه د اعلاميې خپرولو ته پاتې ده.

د پاکستان پوځ او ملکي حکومت وخت ناوخت د ورته پرېکړو له امله د يوه او بل له مخالفت سره مخ کېږي. خو د شنونکو وايي چې په دغه هېواد کې دننه او بهر لويې سياسي پرېکړې پوځ د ځان حق بولي او په دې برخه کې د ملکي حکومت رول چې مشري يې لومړی وزير کوي، سمبوليک دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...