Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د پولیو دوې نورې پېښې هم ثبت شوې

پاکستان کې د پولیو دوې نورې پېښې هم ثبت شوې

د پاکستان د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز پرون (شنبې، د لړم ۱۲مه) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دا پېښې په «لکي مروت او دېره‌اسماعیل خان» سیمو کې ثبت شوې دي.

د ویلو ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پولیو پکې نه ده صفر شوې.

بلخوا تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو ویلو وو، چې په خیبر پښتونخوا کې د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی او د واکسیناتورانو د امنیت لپاره هم لازم اقدامات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال په پاکستان کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا ۴۵کسانو ته رسېدلي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...