د پاکستان په پنجاب ايالت کې پرون شنبه ناوخت د (زمري په ۲۲مه) د ټرافيکي پيښې له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، چې پيښه د پنجاب ايالت په رحيم يار خان ولسوالۍ کې د يوه ټرک او کاسټر ډوله موټرو د ټکر په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
د چاروکو په خبره، په کاسټر کې سپاره کسان مسافر وو او هدف ته له رسېدو وړاندې يې د سوارلۍ موټر ټکر کړی دی. دوی زياته کړې چې د پيښې ټپيان په سيمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه چارواکو د موټرو د ټکر لامل نه دی په ډاګه کړی، خو وايي چې په سيمه کې څېړنې بشپړ شوي او له تحليل او ارزيابۍ وروسته به يې پايلې په ډاګه شي.
پاکستان کې وخت ناوخت ورته خونړۍ ټرافيکي پېښې کېږي او لامل يې ډېر کله د موټروانانو بې پروايي ښوول کېږي.