Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د هوا د سختې ککړتیا له امله بېړنی حالت اعلان شو

پاکستان کې د هوا د سختې ککړتیا له امله بېړنی حالت اعلان شو

د پاکستان د پنجاب ایالت په دوو سترو ښارونو، ملتان او لاهور کې چارواکو پرون (جمعه، د لړم ۲۵مه) بېړنی حالت اعلان کړی او د خلکو په تګ راتګ او کاراوبار یې محدودیتونه وضع کړي دي.

د دې ایالت جګپوړې وزیرې، مریم اورنګزیب په خبري کنفرانس کې په ملتان او لاهور کې بېړنی روغتیایي حالت اعلان کړی او د هوا له ککړتیا سره د مبارزې د اقداماتو په اړه یې هم خبر ورکړی دی.

د څو اوونیو راهیسې دغه دود د پنجاب د هوا ککړتیا لامل شوی چې له امله یې په یاد ایالت کې نږدې دوه میلیونه وګړي ناروغان شوي دي.

په پنجاب کې ټولې تعلیمي ادارې اوعام ځایونه لکه، پارکونه، ژوبڼ تر بل امر صادیرېدو پورې تړل شوي او رسټورانټونه به هم د مازدیګر په ۴ بجو تړل کېږي چارواکو په ملتان او لاهور ایالتونو کې د رغونې کارونه هم بند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د هوا پېژندنې ملې مرکز وړاندوینه کړې چې ښایي په راتلونکو ورځو کې باران وشي، ښایي په دې باران سره تر یوې اندازې په هوا کې لوګی کم شي او د هوا وضعیت به هم ورسره ښه شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...