Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

پاکستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

جیو نیوز خبري شبکې یکشنبه د زمري ١٤مه راپور ورکړی چې دغو سېلابونو د ځاني زيانونو ترڅنګ ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، دا کسان د سختو بارانونو، د ځمکې ښویېدو، د کورونو د چتونو د غورځېدو، د سېلابونو او تندر له امله مړه شوي دي.

د دغه رياست د شمېرو له مخې، د يادو پېښو په پايله کې ٢٦٣ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو د پاکستان په سند، خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...