د پاکستان محکمې هغو لسګونه کسانو ته سزا اورولې چې د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې يې دين ته د سپکاوي په تور د پريانتا کمارا په نوم يو تن سرېلنکايي وګړی وژلی و.
د محکمې د پرېکړې له مخې، په ياده قضيه کې د دخيلو ۸۸ کسانو له ډلې ۶ کسانو ته د اعدام، ۹ تنو ته د عمر قيد او پاتې نورو ته له ۲ تر ۵ کلونو د بند سزا اورول شوې ده.
کمارا په پنجاب کې د رخت جوړولو يوې کمپنۍ مدير و او د تېر کال په ډيسمبر کې د قهرجنو لاريون کوونکو له لوري دين ته د سپکاوي په تور لومړی ووژل شو او له هغې وروسته يې جسد ته اور ور واچول شو.
د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان هغه مهال ياده پېښه د پاکستان لپاره له شرم ډک عمل بللی و او په دې اړه يې د سرېلنکا له دولت بښنه غوښتې وه.