د پاکستان سند ايالت په خېرپور کې سيمه کې د يوه جومات د چت پرېوتو له امله شاوخوا ۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارو واکو ويلي، چې يادو کسانو د سيلابونو له وېرې په نوموړي جومات کې د لنډمهال لپاره مېشت وو؛ خو د سخت اورښت له امله يې چت پرېوتی او په ترڅ کې يې ۱۵تنه مړه شوي او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره، په دې کسانو کې د سړيو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم شامل دي. له دې سره د پاکستان پوځ ويلي، چې صحي ډلګيو يې په سند کې خلکو ته د مرستو رسولو عمليات پيل کړي دي.
پوځ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې روغتيايي پرسونل يې د خېرپور ترڅنګ د سيند ايالت په نورو سيمو کې هم خلکو ته د لومړنيو او روغتيايي مرستو پر رسولو بوخت دي.
د پاکستان په سند او بلوچستان کې سختو سېلابونو زرګونه کسان زيانمن کړي او ګڼ نور يې بې کوره کړي دي.