Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي

پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي

د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيو نن يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) راپور ورکړی، چې د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې مسافر وړونکی بس کندې ته لوېدلی او په کې ۳۱ سوارليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې، بس له راولپنډۍ څخه د کووټې پر لور روان و، چې په لار کې ياده پېښه رامنځته او له امله يې ۱۹تنه مړه شوي او ۱۲تنه نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ځايي چارواکو ويلي، چې پېښه د خيبر پښتونخوا ايالت په مربوطاتو کې رامنځته شوې؛ خو له بلوچستان څخه د ژغورنې ډلې په ور رسېدو سره، مړي او ټپيان د پېښې له ځايه د ژوب او مغل کوټ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...