پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په وروستيو ورځو کې د دې هېواد يو شمېر سيمې د سختو بارانونو د اورېدو شاهدې وې.
د پاکستان د چاپېريال ساتنې وزيرې شيري رحمان پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) خبريالانو ته ويلي، چې د يادو سختو اورښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۷ کسان وژل شوي دي.
نوموړې زياته کړې، چې په بلوچستان کې بيا د اوښتونو له امله د پاکستان له نورو سيمو ډېر کسان وژل شوي او شمېر ۳۷ کسانو ته رسېږي.
شيري رحمان ياد اورښتونه او ورسره اوښتې مرګ ژوبله له اقليمي بدلونونو سره تړلي بولي او زياتوي، چې په نړيوال کچه اقليمي بدلون د دې لامل شوی چې په ځينو هېوادونو کې ورته طبيعي پېښې رامنځته شي.
د پاکستان ترڅنګ د افغانستان په خينو ولايتونو کې هم د سختو بارانونو د اورېدو خبرونه ورکړل شوي. په تېره جون مياشت کې د هېواد په شمال ختيځو ولايتونون کې د يادو بارانونو له امله لسګونه کسان مړه شوي وو.