د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په خيبر پښتونخوا کې د امنیتي حالت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د پېښور په سر بند کې یې د پولیسو پر مرکز ترهګریز برید يې غندلی دی.
رانا ثناالله ویلي، مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښمن دی. دی وايي په خیبر پښتونخوا کې ترهګر د پولیسو پر مرکزونو بریدونه کوي، پولیس او افسران په نښه کېږي.
وسله والو د تېرې جمعې په شپه د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سر بند د پوليسو پر تاڼې بريد کړی و. چارواکو ویلي امنیتي ځواکونو له دغه برید وروسته بریدګر تعقیب کړي او نښته کې ورسره یو افسر او دوه پولیس وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا دغه برید کې لاسي بمونه، سنایپر یا نښه ویشتونکي ټوپکونه او اتوماتې وسلې کارول شوې دي.